ایکناخبری آژنس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان په کابل کښې عیني شاهدان وايي چې د پلازمینې کابل په قلعه نو سیمه کښې د یو حکومتي او یو خصوصي یا پرائیویټ ښوونځي مخې ته د څو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې وئيل کیږي ، دشهید شوو زده کونکو شمیر پنځه ویشت تنو ته رسیدلی او تر لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .
د پيښې شاهدان وايي چې لومړنۍ چاودنه نن سهار ۹:۳۰ بجې د قلعه نو سیمې په (ممتاز) روزنیز مرکز کښې وشوه. څو دقیقې وروسته په تانکِ تیل سیمه کښې د عبدالرحیمې شهید لیسې په وره کښې دوه پرله پسې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې د ښونځي معلمانو او نورې عملې هڅه کوله زده کونکي له هغه ځایه امن ځاي ته منتقل کړي او دغې دوهمې چاودنې هم یو شمیر مرګ ژوبلې واړولې .
د عیني شاهدانو په وینا دغو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د عبدالرحیم شهید لیسې یو زده کونکي هم دغه ښوونځي ته د څو وسله والو د ننوتو خبر هم ورکړی دی.
د خبر تر رارسیدو پورې څو معلمان او زده کونکي په دغه ښوونیز مرکز کښې ګیر وو.
د افغانستان ځینو خبري سایټونو بیا لیکلي چې په دغو چاودنو کښې شپږ تنه مړه او یوولس نور زخمي شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانوواک ته له رسیدا وخت راهسې تر دې دمه د کابل پشمول د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې داعشي تکفیریانو په ځان مرګي بریدونو او بم چاودنو کې په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک وژلی او په سلګونو نور ئې ټپیان کړي دي . البته د خر ترمخابیره کیدا پورې واکمنو طالبانو څه نه دي وئیلي .
https://www.irna.ir/news/84723708/%D8%A7